په کندهار ښار او یوولس ولسواليو کي د پوليو د واکسين څلور ورځنی کمپاين پیل سو

رپوټ: خالد همت

په کندهار ښار او یوولس ولسواليو کي د پوليو څلور ورځني کمپاین پیل سو، چي په دې ځانګړي کمپاین کي به  ټولټال  ۴۴۲۲۸۸ د هدف وړ ماشومانوته ګوزڼ ضد څاڅکي تطبیق کړي.

د کندهار د عامي روغتیا سرپرست رئیس موسی جان سلطاني وایي، په کندهار ښار او ۱۱ ولسوالیو کي به دا کمپاین د څلورو ورځو له پاره وي او دوی غواړي له تېر کمپاین څخه پاته کوچنیان چي یو لک و نهه دېرش زره کیږي، هم دا ځل د پوليو پرضد وقایه کړي.

په جنوب کي د پولیو پر ضد د بېړنیو اقداماتو رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وایي، کندهار ښار د پوليو د وايروس د انتقال مرکزیت ګرځېدلی دئ.

دی زیاتوي، د جنوب د نورو برخو په ګډون په شمال لوېدیځ بادغیس کي هم د پوليو د وایروس تړاو د کندهار له ویروس سره دی چي دا له طبي پلوه د اندېښنې وړ مسئله ده.

د ډاکتر پخلا په وینا، چي لاهم د کندهار په ځینو برخو کي کور په کور واکسین لپاره په نا امنه ولسوالیو کي شرایط برابر نه دي.
 بلخوا عام خلک وایي،  د پولیو  د ضرر په هکله اوس پوهه سوي او غواړي چي خپل کوچنیان د یادي ناروغۍ پر وړاندي وقایه کړي.

دوی وايي، چي په کلي کي يې د پوليو د پېښي له رامنځته کېدو سره زیاتره کورنۍ اوس د خپلو کوچنیانو وقايې ته ډېره پاملرنه کوي.

سږکال په افغانستان کي د پوليو ټولي ۲۱ مثبتي پېښې  رامنځته سوي چي ۱۶ يې دجنوب په درو ولایتونو کندهار، روزګان او هلمند، ۳ په ختیځ او وروستی پېښه هم په بادغیس  کي ثبت سوې ده.

روغتیايي مسئولین غوښتنه لري چي د واکسین د ټيمونو په ورتګ سره دي کورنۍ د واکسین پر وړاندي مبارزه کي خپله مسئولیت ادا کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...