د انتخاباتو کمېسیون غونډه د یو شمېر مخالفتونو له کبله بې نتیجې سوه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتي ټکټونو له استازو سره د جمعې د ورځي غونډه يې د یو شمېر مخالفتونو له کبله بې نتیجې پایته ورسېده.

د اختلاف د حل په هدف نن (عقرب ۱۸مه) یو ځل بیا دواړه لوري سره کښېني.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ د جمعې په ماښام (عقرب ۱۷مه) و ویل، کمېسیون د بایومېټریک معلوماتو نه لرونکي رأیي باطلي مني، خو د دې په خبره دا رایي باید لومړی وکتل سي.

اغلې نورستانۍ وویل: ۲۴۲۳ محلونه چي دوی ورباندي اعتراض لري، باید یو ځل ولیدل سي، که بایومېټریک وي، کوډ ریډر موږ لرو چي پر اساس به یې وپېژندل سي او که نه وې، باطلي به وي. موږ باید په هر صورت کي صندوق ته مراجعه وکړو. دوی وايي صندوق ته مراجعه مه کوئ، له همدې ځایه یې باطلي اعلان کړئ.

اغلې نورستانۍ وویل، که د شنبې د ورځي غونډه نتيجه ورکړي که نه، کمېسیون به د رایو ارزونه پیل کړي او د انتخاباتي ټکټونو معترض استازي کولای سي د انتخاباتي شکایاتو کمېسیون ته مراجعه وکړي.

د جمهوري ریاست انتخابات د روان کال د میزان پر ۶مه وسول. د پخواني انتخاباتي مهالوېش له مخې ټاکل سوې وه لومړني نتایج د میزان پر ۲۷مه او وروستي يې د عقرب پر ۱۶مه اعلان سي، خو کمېسیون دا کار ونه سو کړای.

له نوي انتخاباتي مهالوېش سره سم کمېسیون ویلي چي د انتخاباتو لومړنۍ پایلي به د عقرب پر ۲۳مه او وروستۍ به یې د قوس پر ۱۵مه نېټه اعلان کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...