ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار هسکي مېني ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د تيري جمعې ورځي د مرګوني چاودني له قربانيانو سره غمرازي وکړه او د د قربانيانو د غچ اخیستلو ګواښ یې وکړ.
د تيري جمعې په ورځ د هسکي مېني ولسوالۍ په جودري سيمه کي د جمعي د لمانځه پر مهال په يوه جومات کي چاودنه وسوه چي تر ۷۰ ډېر کسان یې و وژل او تر ديرشو زيات ټپيان دي.
د ننګرهار د پوهني اداره وايي، په وژل سوو کسانو کي ۲ ښوونکي او ۲۷ زده کوونکي او په ټپيانو کي هم ۱۶ زده کوونکي شامل دي.
ولسمشر محمد اشرف غني د همدې پيښي د قربانيانو د فاتحې او غمرازۍ له پاره د ننګرهار هسکي مېني ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته يې په يوه ولسي غونډه کي وينا وکړه.
ولسمشر غني دې غونډي ته د وينا پر مهال د پيښي له قربانيانو او د هغوی د کورنيو له غړو سره غمشريکي وکړه او ګواښ یې وکړ چي د يادي پيښي غچ به له وسله والو اخیستل کيږي.
نوموړي د شينوارو په شپږو ولسواليو کي د داعش ډلي د ځپلو خبرداری هم ورکړ او ټينګار يې وکړ چي د ننګرهار ولايتي اداره به د شينوارو په پاته سيمو کي هم د داعش د ځپلو لپاره عمليات ګړندي کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون