رپوټ: مهتمم صالح
له تيرو څو مياشتو څخه د وسله طالبانو له خوا د نړيوال روغتيايي سازمان پر فعاليتونو بنديز لګېدلی وو، چي څه وخت دمخه دغه بنديز بیرته لیري سو او وسله والو طالبانو بیرته اجازه ورکړه.
له دې وروسته د يکشنبې په ورځ په کندهار کي د پوليو د واکسين کمپاين هم پیل سو.
د کندهار د عامي روغتیا رئیس عبدالقيوم پخلا وايي، په کندهار ښار او لسو ولسواليو کي به کور په کور واکسین وسي، خو په نورو ولسواليو کي د امنيتي ستونزو له امله کور په کور واکسين نه کيږي، بلکي په روغتيايي مرکزونو کي به کيږي.
پخلا وايي، په دغه درې ورځني کمپاین کي به ۵۶۷ زره کوچنيان واکسين کړل سي.
دغه راز پخلا وايي، دوی هڅه کوي چي له وسله والو طالبانو سره خبري وکړي، تر څو په ټولو سیمو کي کور په کور واکسين تطبيق سي.
د کندهار والي حيات الله حیات بیا پر خلګو ږغ وکړ، چي ټول تر پنځو کالو کم عمره کوچنيان د پوليو ضد واکسین کړي، تر څو دغه کوچنيان د احتمالي فلج څخه وژغورل سي.
دغه راز يو سپین ږيری چي د خپل کور کوچنيان يې واکسين کړي دي وايي، دی هره مياشت خپل کوچنيان په دې موخه واکسينوي، تر څو د پوليو د ويروس څخه وژغورل سي.
دی وايي، ملا امامان دي په مسجدونو کي او دغه راز د جمعې په ورځ دي د لمانځه پر مهال خلګو ته دا توصيه وکړي تر څو خپل کوچنيان واکسين کړي.
روان عيسوي کال په کندهار کي د پوليو دوې پيښي ثبت سوي دي.
جنوبي حوزه چي د پولیو وایرس په لرلو سره خطرناکه سیمه بلل کیږي اکثره وخت پکښي د پولیو زیاتي پيښي پکښي کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون