په دې وروستيو کي د کندهار باغوانانو او د تازه مېوو سوداګرو شکايت کړى وو، چي پاکستان د کندهار پر انارو او نورو تازه مېوو محصول لوړ کړى دئ.
د کندهار ولايت مقام له خوا په يوه استول سوي خبرپاڼه کي راغلي، د پاکستان قونسل نعیم خان او د یاد هيواد د کرهڼي او سوداګرۍ وزارتونو څخه راغلي پلاوي په ولایت مقام کي له کندهار والي حیات الله حیات سره وکتل، چي پر مهال یې د کندهار صنعت او تجارت، کرهڼي او بهرنیو چارو رئیسانو او د صنعت او معدن خوني مسئول هم موجود وو.
سرچينې زياته کړې، له پاکستان څخه راغلي پلاوي د خپل سفر موخه د سويلي حوزې په کچه د پختي تولیداتو کیفیت څېړل او وروسته دولت په دولت د یو تړون له مخي هغه پاکستان ته صادرول یاد کړل.
د کندهار والي حیات الله حیات په دې ليدنه کي وويل چي دواړه هیوادونه ګډ مشترکات لري او د هغو د پیاوړتیا له پاره باید دولت په دولت ښې اړیکي وپالل سي.
هغه راغلي پلاوي ته د ستونزي په توګه یادونه وکړه، چي د تازه میوو پر سر د پاکستان له لوري د محصول ډېرېدل افغان سوداګر له ستونزو سره مخ کړي او په یاده برخه کي یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون