د کابل د تيري شپې په بريد کي ۱۶ کسان وژل سوي او ۱۱۹ ټپیان دي

د کابل ښار په قابلباى سيمه کي پر ګرېن ويليج کمپ د تيري شپې بريد کي ١٦ کسان وژل سوي، ١١٩ نور ټپيان دي او اوس سلګونو خلکو په دې سيمه کي لاريون پيل کړى دئ.

دغه بريد د شپي  پر نهه بجي او ٥٥ دقیقې د نهمي امنيتي حوزې اړوند د (پل چرخي) پر سړک د “ګرين ويليج” له کمپ سره سوی دئ.

دغه چاودنه چي مسئوليت يې وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستى، ډېره زوروره وه او د کابل ښار په ټولو سيمو کي يې ږغ اورېدل سوى دئ.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، چي دغه بريد د ټراکټور بم په وسیله د ګرين ويليج له سويلي دېوال سره سوى دئ.

هغه وايي چي په بريد کي ١٦ ملکي وګړي او د کمپ کارکوونکي وژل سوي او ١١٩ کسان نور ټپيان سوي دي.

د ده په وينا، له بريد وروسته امنيتي ځواکونو د بريد سيمه کلابنده کړه او پنځه هغه وسله وال طالبان يې ووژل چي پر ياد کمپ يې د وسله وال بريد پلان درلود.

رحيمي وايي چي شاوخوا ٤٠٠ بهرنيان ژغورل سوي او له ياد کمپ څخه امن ځايونه ته لېږدول سوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چي دغه بريد طالبانو پر ګرين ويليج کمپ کړى او په بريد کي ملکي خلګو ته تلفات نه دي اوښتي.

دی وايي، بهرنیانو ته درانه تلفات اوښتي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...