د امريکا حکومت سعودي عربستان ته د بالستيک توغنديو ضد “تاد” سيسټم په ورکولو هوکړه کړې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، سعودي عربستان به د دغه سيسټم په مقابل کي واشنګټن ته ۱۵ ميليارد ډالر ورکوي. ددغه سيسټم نصبولو هدف د امريکا د ملي امنيت او د بهرني سياست د ګټو خونديتوب ښودل شوی.
ياد وزارت وايي، په دې معاملې سره به د ايران د ګواښونو پر وړاندي د سعودي عربستان او نورو خليجي هېوادونو او سيمي امنيت هم پياوړی شي. دا اعلان له روسيې څخه د سعودي لخوا د هوايي دفاع د سيسټم تر اخيستو يوه ورځ وروسته سوی دی. د امريکا د دفاع وزارت (پنتاګون) ددفاعي امنيتي همکارۍ بنسټ ويلي، دا معامله به په سيمه کي د پوځي انډول ساتلو په زيان نه وي.
وړاندي امريکا دغه سيسټم په ګوام او هاوايي کي د شمالي کوريا د احتمالي بريدونو پرضد نصب کړی و. د توغنديو دغه دفاعي سيسټم لوکهيد مارټن شرکت جوړ کړي، چي د ځمکي له هوايي پوښ لوړي ارتفاع څخه راتلونکي توغندي شنډولای سي، ددغه سيسټم بله ځانګړتيا داده، چي د اټومي سروکي لرونکو توغنديو مخه هم نيولای سي.