په کندهار کي د سوالګرو کوچنيانو شمېر ورځ تر بلي ډېريږي

رپوټ: مهتمم صالح

رواني جکړې، بې کارۍ او د بېلابيلو سيمو څخه کندهار ته راغلي کډوال د دې لامل سوي، چي په ياد ولايت کي د خيرات غوښتونکو شمېر ډېر سي.

د کندهار د بشرحقوق خپلواک کمېسيون سرپرست او د ياد کمېسيون د کوچنيانو د برخي مسئول شمس الدين تنوير وايي، په کندهار ولايت کي د سوالګرو کوچنيانو شمېر ورځ تر بلي ډېريږي.

دی وايي، کوچنيان په بېلابيل ډول خيرات غوښتلو ته هڅول کیږي او يا هم په خيرات غوښتلو کي استفاده ور څخه کيږي، چي ځيني خيرات غوښتونکو کوچنیان په ګرمۍ کي پر سړک بیده کړي وي.

د تنوير په خبره، ځيني کسان په کم عمره کوچنيانو د سپلنيو دودولو، د موټرانو د هندارو پاکولو او لاس غځولو په شکل خيرات ټولوي.

دغه راز تنوير وايي، د جذا قانون له مخي پوليس بايد هغه کسانو ته سزا ورکړي، چي هغوی په خيرات غوښتلو کي د کوچنيانو څخه استفاده کوي.

دی زیاتوي، د کندهار والي سره پر دې کار کوي، چي څنګه کولای سي د دغه کوچنيانو مخه ونيسي.

بلخوا د کندهار اوسېدونکي  هم وايي، په ښار کي دغه کوچنيان ډېر سوي، چي باید مخه يې ونيول سي.

دوی وايي، دغه کوچنیان راتلونکی لري، چي دولت بايد پاملرنه ورته وکړي. خلک وایي، ځيني کورنۍ د دې پر ځای، چي کوچنيان زده کړو ته واستوي، له مجبورۍ څخه یې شاقه کارونو يا خيرات غوښتلو ته هڅوي او

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...