د هلمند په مارجه ولسوالي کي ۹ وسله ‌وال وژل سوي دي

په ‌دې ولايت کي د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر په یوه استولې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي دغه وسله ‌وال د هغو عملياتو پر مهال وژل سوي دي چي تېره اوونۍ په مارجې ولسوالۍ کي پيل سوي دي.

د خبرپاڼې له مخې درې وسله‌ وال له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کي او نور شپږ يې د افغان کمانډو ځواکونو په ځانګړو عملياتو کي وژل سوي دي.

په ‌دې دواړو پېښو کي ۴ نور وسله‌ وال ټپيان او يو شمېر ماينونه هم شنډ کړای سوي دي.

د خبرپاڼي له مخي افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته زيان نه‌ دئ رسېدلی.

طالبانو خپل لور ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه‌ دي ويلي، خو په مارجه کي يې افغان ځواکونو ته د درنو تلفاتو ادعا کړې ده چي حکومتي مسئولينو هغه رد کړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...