ولسي تړون پروګرام په کندهار کي یو کار په دوه ځله مصرف سره کوي

رپوټ: محمد یار مجروح

د کندهار ښار په دوولسمه ناحیه کي ولسي تړون لومړی د خلګو په خوښه د کوڅو چرۍ او پياده روونه پاخه کړي، خو کله چي خلګ بیا د پاکو اوبو غوښتنه کوي، نو اړتیا ده چي رغول سوي ځایونه د دوهم ځل له پاره ونړوي او د پاکو اوبو نلونه پکښي تېر کړي.

دلته یو کار په دوه ځله مصرف کیږي.

د کندهار ښار د ناحیو اوسېدونکي له ولایتي ادارې او د ولسي تړون پرګرام له مسئولینو غواړي، چي رغنیز کارونه د ټولو ادارو په همږغۍ سره وکړي تر څو د خلګو د ژوند ټولي اسانتیاوي په نظر کي ونیول سي او یا هم داسي څه جوړ کړي، چي دوهم ځل یې نړېدو ته اړتیا پیدا نه سي.

په ورته وخت کي د کندهار ښاروالي د خلګو ستونزي مني خو زیاتوي، چي یو شمېر ادارې د ولسي تړون پروګرام د کار پر مهال امکانات نه لري، چي خلګو ته اړوند خدمات وړاندي کړي.

د ښاروالي سکټوري او تخنیکي آمر حسن الله اجواد وايي، لا هم تر اوسه د کندهار ښار د ټولو ناحیو له پاره جامع پلان نه دئ جوړ سوي تر څو رغنیز کارونه پکښي په منظم شکل پر مخ ولاړ سي.

په دې وروستیو دوو لسیزو کي د کندهار ښار ته له پاکستان او ولسوالیو څخه په زرګونه کورنۍ راکډه سوي، چي ورسره سم کندهار ښار پراخ سوی او ډيري سیمي په غیر پلاني شکل جوړي سوي دي.

که څه هم ولسي تړون پروګرام د خلګو او دولت تر منځ د واټن د لیري کولو له پاره پيل سوي، خو پر همدې پروګرام نیوکه داده چي د ښار د مرکزي سیمو پر ځای پر سرحدي نقطو کي رغنیز کارونه کوي.

خو د ښار له پاره د یو جامع پلان  نه درلودل، بله هغه ستونزه ده، چي  له کبله يې یو کار په دوه ځله مصرف کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...