د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کي پر پولیسو وسله وال او ځانمرګي برید پولیسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ډېره اسماعیل خان ځايي امنیتي چارواکي وايي، نامعلومو وسله والو نن سهار د ډېره اسماعیل خان په کوټله سیدان سیمه کي پر پولیسو ډزي کړي چي په نتیجه کي یې ۲ پولیس ووژل سول.
د ډېره اسماعیل خان د پولیسو مشر ویلي، په کوټله سیدان کي پر پولیسو تر برید وروسته چي کله پولیس وژل سوي، نو د روغتون په دروازه کي پر پولیسو ځانمرګی برید سوی چي لږ تر لږه ۵ کسان یې ووژل او ۲۴ نور یې ټپیان کړل.
د هغه په خبره، د ځانمرګي برید په قربانیانو کي ۳ ملکي وګړي او ۲ پولیس دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون