سوداګر: پاکستان پر افغان سوداګرو محصول درې چنده لوړ کړی دئ

رپوټ: مهتمم صالح

پاکستان چي اکثره وخت افغان سوداګرو ته ستونزي جوړوي، یو ځل بیا یې د افغان سوداګرو پر تازه مېوه محصول زیات کړی دئ.

سوداګر وايي، پاکستان محصول درې چنده ورباندي لوړ کړی دئ او انګور يې هم په ټيټه بيه خرڅيږي.

په کندهار کي د تازه مېوې د اتحاديې مشر حاجي نانی اغا وايي، پاکستان پخوا د انګورو پر يوه موټر يو لک او شل زره پاکستانۍ کلداري غوښتې، چي اوس درې لکه او پنځوس زره کلداري غواړي او بازار هم نه لري.

دغه راز دی وايي، پخوا د دوی ویزې مفتي وې خو اوس ۱۵۰ ډالره پر ویزه ځيني غواړي.

د کندهار د سوداګرۍ خوني رئیس حاجي نصرالله زهير وايي، ډېر سوداګر انګور په داسي حال کي شکوي، چي اومه وي او دغه کار هم تاواني کړي دي.

دی وايي، په دغه اړه يې سوداګرو سره ناسته کړې او دوی ته يې توصيه کړې چي بايد اومه انګور ونه شکوي او دغه راز په پاکستان کي يوه مارکېټ ته تر اړتيا ډېر انګور ونه ليږي.

د زهير په خبره، د سوداګرۍ وزارت يو هیئت پاکستان ته استولی، تر څو د سوداګرو يادو ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.

پر همدې مهال د کندهار د کرهڼي رئیس حافظ الله سعيدي وايي، په کندهار کي پر ۲۰۵۰۰ هکټاره مځکه باندي انګور کرل سوي، چي سږکال يې د ښو بارانونو له امله د انګور په حاصلاتو کي ۱۵ سلنه زياتوالی راغلی دئ.

دی وايي، تمه ده چي دا کال په ۲۷۳۰۶۰ مټرکه ټنه انګور له کندهار څخه تر لاسه سي.

پاکستان له دې وړاندي هم د افغان سوداګرو پر وړاندي بېلابیلي ستونزي جوړي کړي دي، چي په هغه کي ځیني وخت د سپين بولدک او چمن تر منځ د دروازې تړل دي.

که څه هم د دې ستونزو په اړه افغان حکومت وخت پر وخت له پاکستان سره خبري کړي، خو پاکستان بیا هم له دې کاره لاس نه دئ اخیستی او نوې ستونزه یې دا جوړه کړې چي مالیه یې څو چنده لوړه کړې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...