د کندهار پر امنیه قومندانۍ برید عامو خلګو ته نژدې څلور سوه میلیونه افغانۍ تاوان رسولی دئ

رپوټ: محمد یار مجروح

د عیسی محمد په نامه  یو کس د موټرانو یو شورم لري، چي شاوخوا ۲۰۰ موټران یې د خرڅلاو له پاره پکښي درولي وه، اما د کندهار پر امنیه قومندانۍ د برید پر مهال د دې  شورم د ټولو موټرانو هنداري ماتي سوي او زیاتره موټر ان يې خراب سوي هم دي.

عیسي محمد وايي، په دغه برید کي یوازي ده ته تر شپېته زره امریکايي ډالر زیان ور اوښتی دئ.

پر امنیه قومندانۍ د برید پر مهال یوازي د کندهار په ګمرک کي لسګونه موټران وسوځېدل، چي د دې تر څنګ دبرید شاوخوا عامو خلګو ته د زیان کچه نژدې څلور سوه میلیونه افغانیو ته رسیږي.

ولایتي اداره وايي، د مالي زیان تر څنګ د برید ډېر قربانیان هم ملکي کسان وه.

د کندهار اوسېدونکي د جنګ له ښکېلو غاړو غواړي چي د جګړې پر مهال ملکي تلفاتو ته پام وکړي او ملکي کسان د سپر په توګه ونه کاروي.

بلخوا یو شمېر کسان په افغانستان کي د وروستیو بریدونو په اړه اندېښنه ښيي او زیاتوي چي دا ډول بریدونه به په قطر کي د امریکايي پلاوي او طالب استازو تر منځ د سولي خبري زیانمني کړي.

دوی زیاتوي که دسولي رواني خبري رښتني وي نو اړتیا ده چي لومړی د جګړې شدت کم کړل سي او د جګړې ښکېلي غاړي اوربند کولو ته غاړه کښېږدي.

په قطر کي د امریکايي پلاوي او طالب استازو تر منځ خبرو کي که څه هم موافقه پر دې سوې وه، چي بریدونو به کموي او د ملکي کسانو مرګ ژوبلي ته به پام کیږي، خو په افغانستان کي د قطر د خبرو د پيل سره د وسله والو بریدونو زور اخیستی او تر ډېره یې قربانیان هم ملکي کسان وي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...