زلمی خلیلزاد: ډېر ژر به له طالبانو سره اتم پړاو خبري پيل سي

د افغانستان د سولي له پاره دامريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، چي ډېر ژر به له طالبانو سره د اتم پړاو خبرو له پاره يو ځل بيا روان سي.

بلخوا سرچينې وايي چي ممکن په اګسټ مياشت کي د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولي تړون لاسليک سي.

خليلزاد په ټولنيزه شبکه ټويټر کي ليکلي، چي اوس مهال په واشنګټن کي دئ او له ځايي چارواکو سره يې د افغان سولي پروسې  په اړه خبري او مشورې کړي دي.

دغه راز نوموړي زياته کړې، په واشنګټن کي يې دازبکستان د بهرنيو چارو وزير او د هندوستان او جرمني له سفيرانو سره د افغان سولي پروسې په اړه مشورې کړي دي.

خو زلمي خليلزاد زياته کړې، تر دې سلا مشورو وروسته به ډېر ژر د افغان سولي پروسې په تړاو د خپل ماموريت د تر سره کولو له پاره روان سي.

د خليلزاد او طالب استازو ترمنځ په قطر کي تر اوسه اووه پړاوه خبري اتري سوي دي او ټاکل سوې چي د دواړو لورو ترمنځ اتم پړاو خبري هم پيل سي.

امريکا وايي، له طالبانو سره يې پر څلورو موضوعاتو خبري کړي دي، چي د ځواکونو وتل، د ترهګرۍ  پرضد مبارزه، بين الافغاني مذاکرات او هر اړخيز اوربند پکښي شامل دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...