رپوټ: مهتمم صالح
د کندهار د کار او ټولنيزو چارو ریاست په کندهار ښار او ولسواليو کي څلور د حرفوي زده کړو مرکزونه لري، چي زيات شمېر کسان يې د دغه مرکزونو څخه په بېلابیلو حرفو کي روزلي دي.
د کندهار د کار او ټولنيزو چارو رئیس حميدالله مبارز وايي، دوی زده کوونکو ته د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړي هم ورکوي، تر څو زده کوونکي په پوره ډول مسلکي سي.
مبارز وايي، پخوا چي به توکو کوچنۍ تخنيکي ستونزه پيدا کړه خلک به مجبوره وه، چي هغه یا وغورځوی او يا يې بهرنيو هيوادونو ته د جوړېدو له پاره يوسي، خو اوس په ښار کي هر ډول جوړوونکي سته.
دغه زار د حرفوي زده کړو د مرکز امر حببیب الله جیلاني وايي، په یاد مرکز کي زده کوونکي د برېښا لین کشۍ، پيپ کارۍ، ويلچېر بایسکل جوړووني، خرادۍ، خياطۍ، نجارۍ، ارایشګاه، موبایل جوړولو او نورو حرفو زده کړي کوي.
جيلاني وايي، دغه زده کوونکو پر نړيوال معيار برابر وسایل جوړ کړي، چي اوس يې د بهرنيو هيوادونو څخه د راوړلو اړتيا نه پيدا کيږي.
دی وايي، د دوی مرکزونه په عينومېنه، ښوراندام، محمودي طرزي لېسه او شهيد عبدالقديم پتيال لېسو کي سته.
د ياد مرکز زده کوونکي وايي، دوی په دغه مرکز کي ښې زده کړي کړي او کولای سي په نړیواله سطحه د فلز کارۍ او ويلچېر بایسکل جوړوني کارونه وکړي.
دوی وايي، په هغو برخو کي ډېر لاس بری دي، چي زده کړي يې پکښي کړي دي او دا کار به یې پر اقتصاد ښه اغېز ولري.
اندېښنه داده چي کېدای سي، په شپږو مياشتو يو کس پوره مسلکي نه سي، خو مسئولين وايي، دوی هر کس تعقيبوي او بیا يې د اړوند کسبونو له مسلکي کسانو سره کښېنوي او دوی ته يوه اندازه معاش هم ټاکي تر څو په پوره ډول مسلکي سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون