افغان حکومت: انتخاباتو ته اولیت ورکوو

د افغانستان جمهوري ریاست یو وار بیا ټینګار کړی، چي انتخاباتو ته اولویت ورکوي او پر خپل وخت به وسي.

د ولسمشر ویاند صديق صديقي پرون په ټويټر کي ولیکل، چي  ټاکني به پر مشخص وخت وسي، د افغان حکومت له پاره ټاکني یو لومړیتوب دئ او موږ ټولټاکنو ته ځو.

ټاکل سوې چي د جمهوري ریاست ټاکني د روان هجري لمریز کال د میزان یا تلي پر شپږمه نېټه وسي.

د افغانستان د ټاکنو د ملاتړ د نړیوالي ډلي استازو د ملي یووالي د حکومت له دواړو مشرانو سره کتلي دي.

په دې نړیوال ګروپ کي ملګري ملتونه، د ناټو تړون، اروپايي اتحادیه، برتانیه، جاپان او د امریکا متحده ایالات استازي لري.

د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کي چي د جمعې په ورځ خپره سوه، لیکل سوي چي محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ډاډ ورکړی، چي باوري او شفافي ټاکني به وسي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم پرون ږغ وکړ، چي په ټاکنو کي باید لاس ونه وهل سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...