د ایران سپاه پاسداران ګارد پرون د جولای پر نولسمه وویل، چي د برتانیې یوه ټانکر لېږدوونکي بېړۍ یې د هرمز په تنګي کي نیولې ده.
سپاه ادعا کړې چي د برتانیې بېړۍ پر (نړیوالو سمندري قوانینو د تېري له امله) نیول سوې ده.
د سپاه پاسداران د عمومي اړیکو له دفتره په بیان کي ویل سوي، چي پرون ماپښین د برتانیې د تيلو د ټانکرونو یوه بېړۍ، چي د هرمزګان ولایت د سمندري څارني د ادارې د غوښتني پر اساس د دې له پاره چي پر نړیوالو سمندري قوانینو یې تېری کړی وای، نیول سوې ده.
دا بیان د ایران د سپاه پاسداران پر رسمي ویبپاڼه خپور سوی دئ.
رويټرز خبري اژانس د چارواکو په حواله لیکلي، چي په دې بېړۍ کي لږترلږه ۲۳ بېړۍ چلوونکي او کارکوونکي سپاره وه.