د افغانستان د سولي له پاره دامريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، چي ډېر ژر به له طالبانو سره د اتم پړاو خبرو له پاره يو ځل بيا روان سي.
بلخوا سرچينې وايي چي ممکن په اګسټ مياشت کي د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولي تړون لاسليک سي.
خليلزاد په ټولنيزه شبکه ټويټر کي ليکلي، چي اوس مهال په واشنګټن کي دئ او له ځايي چارواکو سره يې د افغان سولي پروسې په اړه خبري او مشورې کړي دي.
دغه راز نوموړي زياته کړې، په واشنګټن کي يې دازبکستان د بهرنيو چارو وزير او د هندوستان او جرمني له سفيرانو سره د افغان سولي پروسې په اړه مشورې کړي دي.
خو زلمي خليلزاد زياته کړې، تر دې سلا مشورو وروسته به ډېر ژر د افغان سولي پروسې په تړاو د خپل ماموريت د تر سره کولو له پاره روان سي.
د خليلزاد او طالب استازو ترمنځ په قطر کي تر اوسه اووه پړاوه خبري اتري سوي دي او ټاکل سوې چي د دواړو لورو ترمنځ اتم پړاو خبري هم پيل سي.
امريکا وايي، له طالبانو سره يې پر څلورو موضوعاتو خبري کړي دي، چي د ځواکونو وتل، د ترهګرۍ پرضد مبارزه، بين الافغاني مذاکرات او هر اړخيز اوربند پکښي شامل دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون