د کندهار په ښوراوک او میوند ولسوالیو کي د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کي ۳۲ وسله وال وژل سوي او ۱۸ نور ټپيان سوي دي.
د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادين خان وايي، بهرنیو ځواکونو پرون ماښام شپږ بجې د ښوراوک ولسوالۍ په ګلستان دره کي د وسله والو پر دوو موټرانو او دوو مرکزونو برید کړی دئ.
هغه زیاته کړه، په دغه برید کي ۲۷ وسله وال وژل سوي، ۱۸ نور ټپيان سوي، موټر، مرکزونه او وسلې یې له منځه وړل سوي دي.
بلخوا د میوند په سور بغل سیمه کي هم بهرنیو ځواکونو په هوايي بريد کي د وسله والو یو سراچه موټر په نښه کړی دئ.
امنیه قوماندان وايي، وسله والو په دې موټر کي چاودېدونکي توکي لېږدول چي برید ورباندې وسو.
د ده په خبره په دې برید کي ۵ وسله وال وژل سوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه بریدونه له هغه یوه ورځ وروسته کيږي، چي وسله والو طالبانو د کندهار پر امنیې قوماندانۍ برید وکړ چي پکښي ملکي او نظامي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون