که څه هم په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر وياند وايي، په ميدان وردګ کي د افغانستان له پاره د سويډن کمېټې روغتيايي کلینيکونو ته د دوى له خوا کوم خطر نه دئ پېښ، خو دغه کمېټه وايي، تر پرون ماښام پوري يې کلینيکونه لا هم تړلي پاته وه.
سهيل شاهين پرون چهارشنبه رسنیو ته وويل، چي دغو کلینيکونو ته د دوى له خوا کوم مشکل نه دئ پېښ.
خو د افغانستان له پاره د
سويډن کمېټې د پروګرامونو د برخي مسئول ډاکټر خالد فهيم پرون ماښام رسنیو ته وويل، د دوى کلینيکونو تر پرون ناوخته
پوري فعاليت نه درلود.
ښاغلى فهيم وايي، د دوى تر ٣٥٠ زيات روغتيايي کارکوونکي اوس په ميدان
وردګ کي د پخوا په څېر صحي خدمات نه وړاندي کوي.
ده هيله ښوولې چي په ميدان وردګ کي به وسله وال طالبان د دوى د روغتيايي کلينيکونو فعاليت ته بيرته اجازه ورکړي.
تردې دمخه د وسله والو طالبانو يوه وياند ويلي وه، دغه روغتيايي کلینيکونه دوى تړلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون