د کرهڼي وزارت او د پکتيا د کرهڼي رياست مسئولين وايي چي له هرات وروسته د پکتيا زعفران غوره او ښه درجه لري، چي بايد کښت ته يې پراختيا ورکړل سي.
دوی دا خبري د پکتيا د پنځو ولسواليو بزګرانو ته له شپږ ټنه ډېر د زعفران پيازو او ورسره د اړينو وسايلو د وېش په ترڅ کي وکړې.
په دې غونډه کي د کرهڼي وزارت د کرهڼيزو خدمتونو امیر وويل، چي له تيرو شاوخوا شپږو کلونو راهيسي په پکتيا کي د زعفرانو وېش او کښت کيږي او د ترلاسه سوو پايلو پر اساس د دغه ولايت زعفران له هرات وروسته د هيواد غوره زعفران دي.
دغه راز د پکتيا د کرهڼي رئيس وايي چي سږ کال په پکتيا کي د دوه ميليونه افغانيو په لګښت ښځو او سړيو ته د ۶۲ زره کيلو د زعفرانو پياز وېشل کيږي.
هغه وايي چي د دغو زعفرانو شاوخوا درې زره او پنځه سوه کيلو يې په پکتيا کي توليد سوي او پاته يې له هرات او کابل څخه رالېږدول سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون