پخواني ولسمشر
حامد کرزي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو پر پیل ټینګار کړی دئ.
کرزي چي په چین
کي د نړیوالي سولي اتم کنفرانس ته خبري کولې وویل، چي سولي ته د رسېدو یوازنۍ لار د
افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبري دي.
کرزي ویلي چي د
امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ په روانو مذاکراتو کي هم پرمختګونه سوي او همدارنګه ئې
په دوحه کي د بین الافغاني ناستي خبري رغوونکي بللي.
کرزی وايي افغانان باید د هيواد په راتلونکي سیاسي نظام کي د
طالبانو د ګډون له پاره زمینه برابره کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون