د افغانستان د سولي لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کي له طالب استازو سره د خپل اووم پړاو خبري، د پرمختګ له یو لړ نښو نښانو سره راټولي کړي.
رویټرز خبري اژانس وايي، یوه ورځ وروسته له هغه چي په دوحه کي د طالبانو په شمول بین الافغاني خبري پایته ورسېدې، زلمي خلیلزاد د سې شنبې په سهار له طالب استازو سره په لنډه توګه ولیدل.
دې خبري اژانس د یو لوړ پوړي چارواکي له خولې چي د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د سوو خبرو په جریان کي دئ ویلي، د خبرو اترو دا اووم پړاو پایته رسېدلی او زلمی خلیلزاد به اوس خپلو مشرانو ته معلومات ورکوي او هغوی به په دې اړه یو اعلان کوي.
رویټرز د چارواکو له خولې وايي، امریکا او طالبان یو داسي جوړجاړي ته نژدې سوي دي، چي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او طالبانو له خوا پر دې ژمنه چي افغانستان به بیا نړیوالو ترهګرو ته ځای نه ورکوي، متمرکز وي.
په قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د طالبانو او امریکايي پلاوي د خبرو اترو په اووم پړاو کي د دې له پاره، چي دواړه لوري له خپل مشرتابه سره سلا مشوره وکړي، وقفه راغلې او ژر به بيرته پیل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون