د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ترکیې ته د روسیې د هوایي مدافعي «ایس-۴۰۰» توغنديو د سیسټم د ورکولو پر مسئلې خبري کړي دي.
کرملېن ویلي، دغه معامله د عملي کېدو په حال کي ده او دواړو مشرانو وړمه ورځ خبري پر وکړې.
د کرملېن ویاند ډيمیتري پسکوف ویلي، اوس دغه معامله د عملي کېدو د انتقال په مرحله کي ده.
له مسکو سره د انقرې دغه معامله د امریکا او ترکیې ترمنځ د راپورته سوي کړکېچ یو عمده ټکی بلل کيږي.
واشنګټن ویلي چي که انقره چي د ناټو غړې ده، له روسیې د «ایس-۴۰۰» هوایي مدافعې توغنديو سیسټم د جولای یعنې د روانې میلادي میاشتي تر ۳۱مي پوري لغوه نه کړي، نو نوي «ایف-۳۵» جیټ جنګي الوتکي به ورباندي خرڅي نه کړي.
واشنګټن دغه راز له انقرې غوښتي چي له روسیې څخه د دغه سیسټم پر ځای د امریکا د توغنديو پاترویټ سیسټم واخلي.