د امریکا متحده ایالتونو د جمهور رئیس مرستیال مایک پينس ویلي، چي د یورانیمو د بډایني په اړه د ایران پرېکړه د دغه هيواد د ورانکارو فعالیتونو یوه برخه ده.
پينس په واشنګټن کي د اسرائیل له پاره د مسیحیانو د یووالي کنفرانس ته وویل چي متحده ایالتونه به هيڅکله ایران ته اجازه ور نه کړي، چي اټومي وسلو ته لاسرسی پيدا کړي.
د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پينس تر خبرو دمخه د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان ویاند بهروز کمالوندي اعلان وکړ، چي هيواد یې د دوشنبې په سهار د یورانیمو د بډایني کچه له څلور نیمو اړولې ده.
له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون پر اساس دغه هيواد اجازه نه لري، چي یورانیم له درې اعشاریه اوه شپېتو زیات بډایه کړي.
بډایه یورانیم د اټومي بمونو په جوړولو کي کارول کيږي.
ایران که څه هم ویلي چي د اټومي تړون محدوديت ته نور پام نه ساتي، خو مخکي یې ویلي وو، چي د دوی اټومي پروګرام سوله ییز اهداف تعقیبوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون