د مشرانو جرګې مشر، د حکومت او طالبانو ترمنځ پر خبرو اترو د ټينګار او د دوحې غونډي پرېکړه ليک پرځينو موادو د نيوکي ترڅنګ، خليلزاد ته په خطاب کي ویلي، چي بايد د سولي په بهير کي (پټي معاملې) و نه سي.
د دوحې غونډه د طالبانو د ۱۷ کسيز پلاوي ترڅنګ له کابل، اروپا او امريکا څخه ۶۰ افغانانو چي د ښځو او مدني بنسټونو استازي او سياستوال پکښي شامل وه، وسوه.
دا غونډه د اته ماده ايز پرېکړه ليک په خپرولو سره پایته ورسېده.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار، د دې جرګې په عمومي ناسته کي د دوحې غونډي ته په اشارې وويل، چي سوله د افغان ولس اړتيا ده او مشرانو جرګه له هر هغه بهيرڅخه، چي په افغانستان کي د سولي ټينګښت له پاره کيږي په دې شرط هرکلی کوي، چي اوسنی نظام او افغان ولس پکښي له پامه و نه غورځول سي.
دغه راز د مشرانو جرګې مشر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر خبرو اترو ټينګار وکړ.
مسلميار د افغان سولي په تړاو د امريکا د متحده ايالتونو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ته په خطاب کي ویلي، پټه معامله ځای نه نيسي، له دې ولس سره په وار وار پټي معاملې سوي دي؛ خو بې پايلي وې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون