د تورخم پوله به له راتلونکي میاشتي څخه پرانیستل سي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله به له راتلونکي میاشتي څخه د ۲۴ ساعتونو له پاره پرانستي وي.

د تورخم د پولي موضوع پاکستان ته افغان ولسمشر اشرف غني هم د هغه هيواد له صدراعظم عمران خان سره په وروستۍ کتنه کي مطرح کړې وه او دواړو مشرانو هم سلا پر کړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چي د دې له پاره چي دغه پوله د ۲۴ ساعته د خلګو پر مخ پرانيستې وي، د تنظیم او امکاناتو برابرولو پر چارو یې کار روان دئ.

د تورخم پوله له پاکستان سره د افغانستان یوه مهمه پوله بلل کيږي، چي ورڅخه دواړو لورو ته پرې د خلکو پر تګ راتګ سربېره، د پاکستان د کراچي له بندره د افغان سوداګرو ډېر مالونه هم پر دې پوله افغانستان ته اړول کيږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...