سرچینې وايي چي د میدان وردګو په شپنیو عملیاتو کي ملکي وګړي وژل سوي دي

ځينې سرچينې وايي، د ميدان وردګو په چک ولسوالى کي د شپنيو عملياتو پر مهال پنځه ملکي وګړي وژل سوي، خو د والي وياند وايي چي په بريد کي شپږ وسله وال طالبان وژل سوي دي.

د سيمي اوسېدونکي وایي، چي دولتي ځواکونو برایي شپه شاوخوا لس بجې د چک ولسوالۍ د ګردن مسجد درې په ياد کلي کي چاپه ووهله.

د دوی په وينا، په دغه بريد کي د مهمدو کلي پنځه بزګران چي د شپې يې اوبه لګولې، وژل سوي دي.

د دوی د معلوماتو له مخي،  يادو ځواکونو د مهمدو کلي له څلورو کورونو کسان را ايستلي او کورونه يې ور بمبار کړي، چي په دې پېښه کي هم پنځه ملکي وګړي ټپيان سوي دي.

خو د ميدان وردګو د والي وياند وايي، د کشفي او امنيتي ځواکونو لومړني معلومات ښيي چي برايي شپه په ياده سيمه کي د شپنيو عملياتو پر مهال د دولت شپږ وسله وال مخالفين وژل سوي دي.

دى وايي د دولت د وسله والو مخالفينو يو موټر او څو موټرسايلکونه هم له منځه وړل سوي دي.

طالبانو بیا ویلي چي په دغه بریدونو کي ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...