د غزني په یوه مسجد کي چاودي زیات کسان ټپیان کړي دي

د غزني مرکز ته څېرمه برايي ماښام په یوه مسجد کي چاودني ۲۱ تنه ټپیان کړل.

د والي ویاند محمد عارف نوري ویلي، د خاک غريبان سيمي په مسجد کي چاودنه سوي، چي په نتيجه کي يې ٢١ تنه ټپيان سوي، په ټپيانو کي د درو کسانو وضعيت خراب وو، چي د ښې درملني له پاره مرکز کابل ته لېږدول سوي او پاته ټپيان په غزني کي تداوي کيږي.

بلخوا د غزني د ملکي روغتون رئیس وايي، له دغه پېښي څخه تر اوسه یو تن وژل سوی او ۲۰ ټپیان د دوی روغتون ته وروړل سوي دي.

خو د سیمي خلک بیا وايي، په برید کي ۲۷ تنه ټپیان دي او دوه تنه وژل سوي دي.

د پېښي پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...