رپوټ: مهتمم صالح
د کندهار د روغتيا مسئولين وايي، د ګرمۍ په راتګ سره په دغه ولايت کي موسمي ناروغۍ ډېري سوي دي، چي لامل يې د نظافت نه مراعتول او ناسم خواړه دي.
د ميرویس روغتون د داخله څانګي مسئول ډاکټر عزت الله نېکزاد وايي، د ګرمۍ په موسم کي مکروبونه ژر خپريږي، نو ګوچنۍ بې احتياطي کولای سي، انسان په ناروغيو اخته کړي.
نېکزاد وايي، په دغه ناروغیو اخته کسان له اسهالاتو، استفراق، ويني بهېدني او نورو څخه رنځ وړي.
په ياد روغتون کي د کوچنيانو د څانګي مسئول ډاکټر محمد صادق وايي، ياد روغتون ته په موسمي ناروغيو اخته کوچنیان هم ډېر ور وړل سوي دي، چي ډېر يې د نظافت نه مراعتولو له امله اخته سوي دي.
دی وايي، ډېرو کوچنيانو د بدن ټولي اوبه له لاسه ورکړی وي.
د ډاکټر صادق په خبره کورنۍ په خاص ډول مور دي د خپلو کوچنيانو نظافت ته پاملرنه وکړي او وخت په وخت دي يې لاسونه په صابون ور پرېولي.
روغتيا پالان وايي، د ګرمۍ په موسم کي مېوې ډېري پیدا کیږي، نو کورنۍ دي دغه مېوې په سمه توګه پرېولي او د رنګارنګ خوراکونو څخه دي ډډه وکړي.
دوی زياتوي له ماښام څخه پاته سوي خوراکي توکي بايد سهار ونه خوړل سي، که چيري يې خوري نو بايد په يخچال کي وساتل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون