www.pix2hd.rozblog.com

په کاپيسا کي سږ کال شفتالو، غنم او ګیلاس زیات سوي دي

د کاپیسا ولایت د کرهڼي رئیس وايي چي د دغه ولایت د غنمو، ګیلاسو او شفتالو حاصلات د تېرکال په پرتله زیات سوي دي.

همایون حبیب که څه هم د دغه زیاتوالي سلنه مشخصه نه ‌کړه، خو د لامل په اړه یې و ویل چي سم مديریت او پرله ‌پسې اورښتونه یې عمده لاملونه دي.

نوموړي وویل چي په‌ دغه ولایت کي د زعفرانو د کر له پاره هم په کروندګرو د زعفرانو پیاز وېشل سوي دي.

د حبیب په خبره د زعفرانو کر د دغه ولایت د کروندګرو په اقتصاد کي د پام وړ مثبت رول لوبولی دئ.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي د بشر حقوق کمېسيون مسئولين: په دغه ولايت کي د کډوالو اوسنی حالت د اندېښنې وړ دئ

رپوټ: مهتمم صالح کندهار ته د پاکستان او ايران څخه د راغلو کډوالو تر څنګ ...