د افغانستان د صنایعو او صاداراتو د پراختیا اداره وايي، ټاکل سوې چي په راتلونکو دوو اوونیو کي د هوايي دهلېزونو له لاري تازه مېوه بهرنیو هیوادونو ته صادره سي.
د دغي ادارې رئیس مير زمان پوپل ویلي، دا مېوه به اروپايي هیوادونو او متحده عربي اماراتو ته د هوايي دهلېزونو له لاري صادريږي.
نوموړي دغه شان وویل، ټاکل سوې زر ټنه هندواڼه هم د مځکي له لاري اذربایجان ته صادره سي.
د نوموړي په خبره پرون هم ۴۰ ټنه هندواڼه نوموړي هیواد ته صادره سوې ده.
پوپل دا هم وویل چي په نږدې راتلونکي کي به زر ټنه د هرات انګور هم هندوستان ته صادر سي، چي په دې برخه کي تړونونه هم سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون