په هرات کي يو شمېر مسګر د دې صنعت د ختمېدو بېره لري

رپوټ: غلام فاروق رسولي

هم مهاله د بهرنيو هیوادونو څخه د لږ کیفیت لرونکو سامانونو واردېدل، ناامني، اقتصادي کمزورتیا د وګړو بې وزلي او د سم بازار نه موجودیت د دې لامل ګرځېدلي، چي په هرات کي د مسګرۍ صنعت د رکود سره مخ سي.

مسګري يو له هغه کسبونو څخه شمېرل کيږي، چي په هیواد کي اوږده مخېنه لري، خو په دې وروستیو کلونو کي د یاد صنعت بازار په هرات کي د ودي او رونق څخه لوېدلی، او لږ شمېر کسانو دا شغل ساتلی.

خو په هرات کي د دې صنعت يو شمېر کسب لرونکي او دوکانداران وايي، که دولت همکاري ورسره وکړي او په یاده برخه کي د کار زمینه پراخه کړي، نو دا لرغونی کلتوري میراث به بیا راژوندی کړي او ډېر خلګ به د دې لاري د خپل ژوندانه چار چلند پر مخ يوسي.

په همدې حال کي د هرات ولایتي شورا غړي وايې: اړينه ده، چي مسګر او په دې برخه کي د کار خلګ و هڅوو، تر څو دا لرغونی کلتور او تاريخي میراث او شتمني مو خوندي پاته سي.

په ورته وخت کي د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي: یاده اداره د دې صنعت د بیا راژوندي کېدو له پاره هڅه کوي، چي خلګ د مسي لوښو و ګټي اخېستني ته وهڅوي، تر څو دا لرغونی صنعت او تاريخي کلتور پاته او محفوظ وساتل سي.

په همدې حال کي د هرات ولایتي اداره بیا د دې صنعت د خونديتوب او بقا له پاره د لازمو اقداماتو خبر ورکوي او وايي: د یاد صنعت د ساتني، ودي او پرمختیا له پاره د هغو بنسټونو سره، چي په ملي او نړيواله کچه فعاليت لري، خبري کوي تر څو د دې کلتوري میراث د خونديتوب په حوزه کي مرسته او همکاري وکړي.

د یادوني وړه ده، مسګري د هغو شغلونو څخه ده، چي زموږ په هیواد کي اوږده تاریخي مخينه لري، خو ډېر کلونه کيږي، چي ياد صنعت د رونق څخه لوېدلی او د دې صنعت د جوړ سوو وسایلو څخه د تېر په پرتله ګټه اخېستنه کمه سوېده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...