هغه کسان چي د چادري او پګړۍ سپکاوی يې کړی عدلي او قضايي ارګانونو ته پېژندل کيږي

مشرانو جرګي د رايو په اکثریت پرېکړه کړې، چي زهرا نادري او نور هغه کسان چي په کابل کي یې په یوه نندارتون کي چادري او پګړۍ ته سپکاوی کړی، عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپيژندل سي.

د راپور له مخي، فرخندي زهرا نادري چي پخوا په ولسي جرګه کي د کابل د خلګو استازي او د ملګرو ملتونو د سازمان په چارو کي د ولسمشر اشرف غني سلاکاره وه، د چنګاښ پر شپږمه د کابل په چهلستون ماڼۍ کي (د جګړې او سولي مجموعه؛ چادري د پګړۍ په مقابل کي) په نوم درې ورځنى نندارتون جوړ کړی وو.

هغې په دې نندارتون کي چادري پر ښځو تپل سوي او دوديز داسي پوښاک وباله، چي کېداى سي د هغه ماډرن او ښکلى ډول يې هم وکارول سي.

د دغه نندارتون پر وړاندي د مشرانو جرګې غړو منفي غبرګونونه وښودل.

د مشرانو جرګې غړو په نننۍ ناسته کي وویل، د چادري او پګړۍ د مخنیوي له پاره د نندارتونونو جوړول په مستقیم ډول زموږ دين، کلتور او رسم رواج ته سپکاوی دئ او هيچا ته اجازه نه ورکوو د پروژې په اخیستلو زموږ پر دين او کلتور مسخرې وکړي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار هم وویل، هيڅوک حق نه لري د چا دين او فرهنګ ته سپکاوی وکړي.
هغه له جرګې وغوښتل چي په دې اړه تصمیم ونیسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...