د ديني مدرسو ښوونکو ته له تیرو پنځو میاشتو راهیسي معاشات نه دي ورکول سوي

رپوټ: محمد یار مجروح

د کندهار په ښار کي له پوهني ریاست سره نژدې ۶۰ دیني مدرسې ثبت دي، چي د ښوونکو په خبره یې له تیرو پنځو میاشتو راهیسي معاشات نه دي ورکول سوي.

ښوونکو نن د ولایتي شورا په تالار کي د اعتراض  په ډول وویل، چي د پوهني ریاست د تعلیماتو اسلامي څانګي يې معاشات ځنډولي چي له امله یې د دوی ژوند له ستونزو سره مخ سوي دي.

د دوی په خبره د ښوونځیو ښوونکو ته معاشات پر وخت ورکول کیږي، خو نه  پوهیږي چي د دیني مدرسو د ښوونکو معاشات ولي ځنډيږي.

په ورته وخت کي  د کندهار دولایتي شورا رئيس سیدجان خاکرېزوال یاده ستونزه مني، خو زیاتوي چي تر راتلونکو دوو ورځو به د دیني مدرسو ښوونکو ته معاشات ورکړل سي.

بلخوا د پوهني رئیس عبدالقادر پیوستون وايي، چي ملګري ملتونه په افغانستان کي مذهبي مرکزونو ته معاشات نه ورکوي، چي له کبله یې ډېر وخت د دیني مدرسو د ښوونکو معاشات ځنډيږي.

د معاشاتو ځنډ اوس په یوه جدي ستونزه اوښتی، چي په ټول افغانستان کي دولتي کارکوونکي ورڅخه شکایت کوي، خو د پوهني وزارت مسئولین په تیرو اتلسو کلونو کي پر وخت ښوونکو ته دمعاشاتو د نه ورکړي د ستونزي پر حل نه دي توانېدلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...