د فراه د سوداګرۍ او صنایعو خونه د هوايي دهلېز له لارې د مېوو د انتقال غوښتنه کوي.
د دغه خوني د مدیره پلاوي مشر په دې اړه ویلي، دوی غواړي چي مېوې يې د هوايي دهلېزونو له لاري بهر ته انتقال سي، اوس مهال انګور هم پر پخېدو دي، خو دوی سړې خوني نه لري.
نوموړي وویل، که چيري دا ستونزه حل نه سي، راتلونکی کال به کروندګر کرني ته زړه ښه نه کړي.
خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ډاډ ورکړی، چي دا ستونزه به حل کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون