د زرغونې انا د مقبرې د بیا رغوني کارونه ژر پیلیږي

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي د تاريخي ابداتو د بیا رغوني چاري له څه مودې راهیسي پیل سوي دي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت معين رسول باوري د زرغونې انا د مقبرې څخه د ليدلو پر مهال وويل، ژر به د يادي مقبرې د بیا رغوني چاري پیل سي.

دی وايي، د دغه مقبرې د رغولو له پاره يې نهه ميلونه افغانۍ ځانګړي کړي دي.

ښاغلی باوري وايي، سبا به په کندهار کي د نارنج ماڼۍ د سپړنو چاري د دوهم ځل له پاره پیل سي، تر څو د تيرو زمانو تاريخي اثار تر لاسه کړي.

د باوري په خبره د يادو سپړنو له پاره يې د پنځو کالو بوديجه منظور کړې ده.

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منيب، د اطلاعات او فرهنګ وزارت څخه مننه وکړه، چي په کندهار کي تاريخي ابداتو ته پاملرنه کوي.

دی وايي، ولايت مقام تل د اطلاعات او فرهنګ وزارت سره د تاريخي ابداتو په بیا رغولو کي همکاري کوي.

له دې مخکي د کندهار د ځينو تاريخي ابداتو د بیا رغوني چاري پيل سوي وې، خو بیرته يې چاري درېدلي دي، چي له جملې  څخه یې د مينا برج چاري دي، چي د پرانیستلو وروسته سمدستي درېدلي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...