په کندهار کي د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې په پروسه کي د ښځو ونډه کم رنګه ده او تر دې مهاله څه کم دوه سوه ښځو نوم لیکنه کړې ده.
د نوم لیکني دغه لړۍ د غبرګولي میاشتې پر ۱۸مه په ټول هیواد کي پيل سوې، په داسي حال کي چي د دغه لړۍ درېدو ته ډېرې لږ ورځي پاته دي، د ټاکنو کمېسیون هڅه کوي په کندهار کي ښځي نوم لیکني ته وهڅوي.
د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر وايي، په تیرو دیارلسو ورځو کي په کندهار ښار او ولسوالیو کي ۲۵۰۰ تنو نوم لیکنه کړې ده، چي له دې جملې څخه څه کم دوه سوه یې ښځې دي.
نوموړی په دې پروسه کي د ښځو ونډه کم رنګه بولي او وايي، په دې موده کي یې د یو لړ پروګرامونو په پلي کولو هڅه کړې ښځي وهڅېږي چي په ډېر شمېر نوم لیکنه وکړي.
دی وايي، د نارینه وو په څېر ښځي هم حق لري د خپل هیواد د برخلیک ټاکلو له پاره رایه وکاروي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون