ښځي وایي چي په سوله کي باید د دوی ستونزي له پامه و نه غورځول سي

په کندهار کي یو ځل بیا ښځو د سولي په برخه کي د دوی پر ونډي ټینګار کړی او وايي، چي باید د ښځو ستونزي له پامه ونه غورځول سي او حل لاري ورته پیدا سي.

د کندهار په دامان ولسوالۍ کي لسګونو ښځو د یوې غونډي په ترڅ کي له ښکيلو غاړو وغوښتل چي سوله وکړي تر څو هغه ستونزي پای ته ورسیږي چي تر ټولو ډيري ښځي ورسره مخ دي.

په دې غونډه کي د سولي او یووالي ټولني مشري سلما واحیدي وویل، که چیري سوله وي په افغاني ټولنه کي به هر کس د ښځو په شمول وکولای سي چي د زده کړي، کار او روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي پوره حق ولري، خو له بده مرغه اوس په دې برخو کي ډيري ستونزي پرتې دي.

دې وویل، د سولي او نورو برخو کي د عامه پوهاوي لپاره ښځي کولای سي په ښه ډول پيغام ورسوي نو ښځو ته په کار ده چي د سولي لپاره خپل ږغ پورته کړي تر څو جګړه پای ته  ورسېږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...