د خاکرېز لار اوس د پخوا په شان عامو خلګو پر مخ خلاصه ده

رپوټ: مهتمم صالح

د امن عامه عمومي قومندان حاجي ورور اڅګزی وايي، د ملي پولیسو او ملي اردو په همکاري يې تېر کوچني اختر ته د کندهار خاکرېز ولسوالي عمومي لار خلاصه کړل، چي اوس مهال هم پر دغه لار عملیات کیږي تر څو یو ځل بیا د وسله والو له خوا بنده نه سي.

نوموړي وویل، پر دغه لار اوس وسله وال نه سي کولای، چي فعالیت وکړي او یا هم خلګو ته ستونزي جوړي کړي، ځکه زیات شمېر امنیتي ځواکونو پوستې جوړي کړي او دوامداره ګزمې کوي.

خاکرېز ولسوالي ته تازه دمه مېله وال بیا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خوښ دي، چي د تیرو دوو کلونو را په دېخوا يې د بندي لاري د خلاصون عملي هڅي وکړې او لار یې د ولسونو پر مخ خلاصه کړل.

په دغه لاره کي مېشت امنیتي سرتیري وايي، خوښ دي چي د خپلو خلګو او هیواد خدمت کوي.

دوی له مسئولو چارواکو غواړي چي د معاشاتو او جنګي مهماتو د کمۍ ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو په دې برخو کي پرتې ستونزي حل سي.

د کندهار ښار او خاکرېز ولسوالۍ تر منځ لار چي زیات شمېر کسان ورباندي تګ راتګ کوي، تر ډېره خامه ده ځکه خو د وسله والو له خوا ماینونه پکښي ځای پر ځای کیږي او ځیني وخت د خلګو پر مخ بنده وي.

خلګ وایي، د دغه لاري د اساسي رغوني چاري دي ژر تر ژره پيل سي تر څو بیا بنده نه سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...