رپوټ: محمد یار مجروح
کندهار چي له تېر یوه کال راهیسي رسمي ښاروال نه درلودی، ښاریان یې ډېر وخت د ښاروالي له کارونه څخه ناخوښ دي.
د ښار یو شمېر اوسېدونکي او پلورونکي شکایت کوي، چي د وزن له پاره د معیاري کاڼو څخه استفاده نه کیږي.
دوی د ښاروالي له مسئولینو څخه غوښتنه کوي، چي په ښار کي دي د پلورونکو ترازوګان کنټرول کړي او همدارنګه دي د وزن د غیر معیاري کاڼو پر ځای معیاري کاڼي و وېشي.
په ورته وخت کي د کندهار ښاروالي مامورین وايي، له تیري یوې اونۍ راهیسي یې د غیر معیاري کاڼو د بندیز له پاره کمپاین پیل کړی دئ.
د ښاروالي د نظارت مدیر عبدالنافع وايي، دوی په دې برخه کي جدي دي او چاته به اجازه ورنه کړي، چي د وزن له پاره د غیر معیاري کاڼو څخه استفاده وکړي.
دی وايي، پلورونکو ته یې د آخر ځل له پاره خبر ورکړی، چي نور دي ترازوګان پر معیار برابر کړي.
د کندهار اوسېدونکي وايي، د ښاروال په نه موجودیت کي د ښاروالي کارونه له تېر یوه کال راهیسي ټکني سوي وه، خو دا چي اوس انجنیر محمدرفیع حیات د کندهار له پاره نوی ښاروال معرفي سو، دوی هیله لري، چي کارونه یو ځل بیا د پخوا په شان په تېز او معیاري شکل مخته ولاړ سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون