ټرمپ وايي چي پر ایران د حملې امر هم ده وکړ او بیرته ئې مخه هم ده و نیول

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تائیدوي چي ده لومړی پر ایران د حملې امر ورکړ او بيرته یې په خپله د هغې مخه ونیوله.

ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چي د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکي د ویشتلو په ځواب کي پر ایران د امریکا حملې ته لس دقیقې پاته وې، چي ده بيرته د دې اقدام مخه ونیوله، ځکه د ده په وینا، د دې حملې احتمالي تلفات لسګونه کسانو ته رسېدای سول.

ښاغلي ټرمپ پرون پر ټويټر په څو پیغامونو کي وویل چي متحده ایالات د غچ اخیستلو ته شيبې شمېرلې، خو کله چي ورته وویل سول چي پر ایران د برید تلفات ښايي یونیم سل کسانو ته ورسېږي، نو دا د ده په وینا، د امریکا د سمندري قواوو د بې پیلوټه کشفي الوتکي د ویشتلو په ځواب کي متناسب اقدام نه وو.

په خلیج کي پر څو تېل وړونکو کښتیو د حملو له لړۍ وروسته د واشنګټن او تهران اړیکي د بل هر وخت په پرتله زیاتي خرابي سوي او حتی د لومړي ځل له پاره د ایران او امریکا ترمنځ پوځي تقابل دې پړاو ته رسېږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...