په افغانستان کي به امریکايي سرتیري کم سي

ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، ډېر ژر به په افغانستان کي د امریکايي سرتيرو شمېر له اوسنیو نهو زرو څخه اتو زرو ته راکښته سي.

په داسي حال کي چي په قطر کي د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د خبرو نوی پړاو په نږدې راتلونکي کي پیليږي، ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، ډېر ژر به په افغانستان کي د امریکايي سرتيرو شمېر اتو زرو ته را کښته سي.

له طالبانو سره د افغانستان د سولي له پاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبري پخوا له دې تر ډېره له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د ځواکونو د وتلو پر مهالوېش متمرکزي وې.

ښاغلي ټرمپ له ټایم مجلې سره په خپله مرکه کي چي د منځني ختیځ پر روان کړکېچ او په دې کړکيچ کي د ایران پر ونډه او د نورو نړیوالو مسائلو په اړه پر بحثونو متمرکزه وه، د قطر د خبرو یادونه وسوه، ټرمپ و ویل چي په افغانستان کي چاري پرسم لوري رواني دي، ښې خبري پېښېدونکي دي او اسلامي دولت ډله یا داعش ځپل سوې، نو ځکه د امریکايي ځواکونو شمېر چي یو ځل پخوا له شپاړسو زرو څخه نهو زرو ته کښته سوی وو، اوس به اتو زرو ته را کښته سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...