د روزګان امنیې قومندانۍ له خوا نیول سوي کسان خوشي او د خلکو اعتراض پایته ورسېد

رپوټ: اجمل وصال

 په روزګان کي د سلګونو کسانو دوه ورځني اعتراضیه غونډه تر هغه وروسته پای ته ورسېده، چي تېر ماښام د دغه ولایت د امنیتې قوماندانۍ له خوا تر ۲۵ زیات کسان چي ترینکوټ کي یې د وروستیو چاپو پرمهال نیولي وه، خوشي کړه.

اعتراض کوونکو پر حکومت تور لګاوه، چي دلته یې د وروستیو چاپو پرمهال بېګناه کسان نیولي او له ځان سره یې بېولي دي.

دوی ګواښ وکړ، که نیول سوي کسان خوشي نه سي په لاریونونو لاس پوري کوي.

خو نیول سوي کسان پرون د یو شمېر کسانو او مخورو په ضمانت امنیې قوماندانۍ خوشي کړه، چي د هغه سره په دغه ولایت کي اعتراضونه هم پای ته ورسیده.

ضمانت کوونکي وایي، خوشي سوي کسان چي هرکله امنیه قومنداني او یاهم څارنوالي وغواړي، ورته حاضریږي.

خو خوشي سوي کسان بیا ادعا کوي، چي د امنیتي کسانو له خوا شکنجه سوي او بد چلند ورسره سوی.

د روزګان امنیه  قوماندان ډګروال خطاب خنجري بیا دا ردوي، چي هغوی دي له زندانیانو سره بد چلند کړی وي، خو وایي، هغه کسان چي د عملیاتو پرمهال د پولیسو سره په تاوتریخوالي لاس پوري کړی وي، له غبرګون سره مخ سوي.

خنجري وایي، ګڼ شمېر نیول سوي کسان یې د مسئولینو په لارښوونه او قوي ضمانت ترلاسه کولو وروسته ازاد کړي او دوسیې یې څارنوالۍ ته لیږل سوي دي.

نوموړی وایي، داهغه کسان دي چي له امله یې یو شمېر روزګانیانو هغوی ته شکایت  کړی وو او د دولت وسلې او وسایط یې هم په واک کي درلوده.

د کورنیو چارو وزارت له خوا په دې وروستیو کي په مرکز او ولایتونو کي د غیر مسئوله وسله والو پر وړاندي د عملیاتو پر مهال کڼ شمېر کسان نیول سوي او د قانون منګولو ته سپارل سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...