د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي، له تیرو څلورو کلونو راهیسي درې لکه افغان کډوال بيرته خپل هیواد ته راستانه سوي دي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخي، له تيرو څو لسیزو راهیسي په سلګونه زره افغانان د جګړو او بېلابيلو نورو ستونزو له امله اروپايي او ډېر ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته کډه سوي دي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت مرستیالي ډاکټره عالمه ویلي، چي اوسمهال شپږ ميليونه افغانان له هیواده بهر کډوال دي چي ډېره برخه یې په ایران او پاکستان کي ده.
ډاکټره عالمه وایي، افغان حکومت هڅه کوي چي تر راتلونکو څو کلونو پوري ډېر دغه کډوال چي په خپله خوښه راستنېدو ته لېوال وي، هیواد ته راستانه کړي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخي، له تيرو څلورو کلونو راهیسې (۳۰۰،۰۰۰) درې لکه افغان کډوال له بېلابيلو هیوادونو په ځانګړي ډول له ایران او پاکستانه خپل هیواد ته راستانه سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون