د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز د جلال اباد ښار کي د مقناطیسي ماین په چاودنه کي یو تن وژل سوی او شل نور زخمیان سوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، چي چاودنه نن سهار نهه نیمې بجې د جلال اباد ښار په دوهمه ناحیه کي د یو هایلېکس موټر پسي د نښلول سوي مقناطیسي ماین له امله سوې ده.
دغه موټر د نازیانو ولسوالۍ د ولسي پاڅونوالو د مشر ملک دهقان وو، چي ساتونکي یې پکښي ناست وو.
ښاغلي خوږیاڼي وویل، چي په پېښه کي یو تن وژل سوی او شل نور زخمیان دي.
نوموړی وايي په ټپیانو کي یو نظامي عسکر دئ او نور ټول ملکي وګړي دي.
په زخمیانو کي د افغان اهل هنودو د کورنیو یوه کوچنۍ ماشومه هم شامله ده.
د ننګرهار عامي روغتیا ریاست وايي حوزوي روغتون ته شل ټپیان ور وړل سوي دي، چي د درو یې روغتیایي حالت نازک دئ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون