په کندهار کي د ټاکنو له پاره په تقویتي نوم لیکنه کي ۲۵۰۰ کسانو ګډون کړی دئ

رپوټ: محمد یار مجروح

دا په کندهار کي دټاکنو کمېسیون له لوري د عامه پوهاوي پروګرام دئ، تر څو ښځي دې ته وهڅوي چي د راتلونکو ټاکنو له پاره د نوم لیکني په تقویتي پروسه برخه کي واخلي.

د ټاکنو کمېسیون مسئولین وايي، دغه پروګرام د افغانستان په ټولو ولایتونو کي پيل سوی، تر څو ښځي د ټاکنو له پاره نوم لیکنه وکړي او دنارینه وو تر څنګ د رايي ورکولو په پروسه کي پراخ ګډون وکړي.

د کندهار د ټاکنو رئیس هاشم درانی وايي، د عامه پوهاوي په برخه کي يې پوره کار کړی او ټول هغه عوامل یې څېړلي چي په تیرو ټاکنو کي يې له امله ښځو ګډون نه دئ کړی.

د نوم ثبتوني په تقویتي پروسه کي د هغو کسانو نومونه ثبتیږي، چي په تیرو ټاکنو کي يې پر تذکیرو سټیکرونه نه دي وهل سوي.

بلخوا یو شمېر مېرمني د نوم ثبتوني په پروسه کي د ښځو ګډون د پام وړ بولي، خو زیاتوي لا هم یو شمېر کورنۍ سته چي مېرمنو ته اجازه نه ورکوي چي په ټاکنو کي برخه واخلي.

دوی وايي، که د عامه پوهاوي پروګرامونه نور هم زیات سي مؤثریت به یې ډېر وي.

په کندهار کي د راتلونکو ټاکنو له پاره د تقویتي نوم لیکني په پروسه کي تر دامهاله ۲۵۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې ده.

د پارلماني ټاکنو له پاره ددغه ولایت په ښار او ولسوالیو کي ۵۶۳ زره (پینځه لکه درو شپېته زره) کسانو نوم لیکنه کړې وه، په داسي حال کي چي د کندهار نفوس نژدې درې میلیونو کسانو ته رسیږي، خو د عامه پوهاوي د نه موجودیت تر څنګ د ټاکنو پر وړاندي جدي ستونزه نا امني بلل کیږي، چي ډېر کسان د رايي ورکولو په پروسه کي ګډون ته زړه نه ښه کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...