چيلي چي تېر دوه کوپا امېریکا جامونه ئې پرله پسي
ګټلي دي، یو وار بیا ئې د کوپا امېریکا لوبي په ګټه شروع کړې، دوی په ګروپ کي خپله
اوله لوبه د جاپان څخه ۴ پر صفر وګټل.
د اولي نیمایٍي پ (۴۱مه) دقیقه کي د چيلي (اېریک پولګار) یو کارنر ښه ګول کړ او
لوبه ئې ۱ پر صفر کړه.
اوله نیمايي په داغه نتیجه خلاصه سوه، خو د دوهمي نیمايي په نهمه دقیقه کي (ایډوارډو
وارګاس) هم د ډېر لیري ځای څخه یو ښه ګول جاپان ته ورکړ او لوبه ئې ۲ پر صفر کړه.
لوبه په داغه نتیجه روانه وه، چي د چيلي (الېکسیس سانچېز) په (۸۲یمه) دقیقه کي په
هیډ یو ډېر جالبه ګول ولګوی او لوبه ئې ۳ پر صفر کړه.
تر ده یوه دقیقه وروسته یو وار بیا (ایډوارډو وارګاس) د لوبي تر ټوله جالبه ګول
ولګوی او لوبه ئې ۴ پر صفر کړه، چي په داغه نتیجه د چيلي په ګټه د (۲۳۲۵۳)
تماشاچیانو په موجودیت کي خلاصه سوه.
د یادوني وړ ده، چي د چيلي سره په ګروپ کي یوروګوای او ایکوادور هم سته.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون