په ښځینه نړیوال جام کي اسټرالیا د جمایکا څخه جالبه لوبه وګټل

د ښځینه نړیوال جام په C ګروپ کي اخیري لوبه د اسټرالیا او جمایکا تر مینځ وه، چي ۴ پر ۱ اسټرالیا وګټل.
په دې لوبه کي د جمایکا د پاره یوازینی ګول (هوانا سلون) ولګوی، خو د اسټرالیا له پاره ۴ سره ګولونه (سمانتا کر) ولګول او خپل هیواد ته ئې د (۱۷۴۰۲) تماشاچیانو په مقابل کي دا ریکارډ جوړوونکې لوبه ور وګټل.
سمانتا کر د نړیوال جام د تاریخ یوازینۍ غیر امریکايي لوبغاړې سوه، چي په دې جام کي تر درې اضافه ګولونه لګوي او اوس په دې جام کي د امریکايي (الیکس مورګن) تر څنګ د دې جام غوره ګولزنه ده.
د ښځینه نړیوال جام په ګروپونو کي تر ټولو سخت ګروپ C وو، ځکه په دې ګروپ کي اسټرالیا، برازیل، ایټالیا او جمایکا غوندي تکړه لوبډلي وې، نو ځکه د دې ګروپ څخه درې لوبډلي (ایټالیا، اسټرالیا او برازیل) بل پړاو ته و وتلې، د دې درو سرو لوبډلو نمرې (۶) شپږ وې او درو سرو خپلي دوې بازۍ وګټلې او یوه یوه ئې بایلل، خو د ګولو د توپیر پر اساس ایټالیا د ګروپ اوله، اسټرالیا دوهمه او برازیل لوبډله درېیمه سوه.
د یادوني وړ ده، چي اسټرالیا به په بل پړاو کي د ناروې سره را روانه یکشنبه ولوبېږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...