افغان ۲۰ کلن فوټسال ټیم سیمي فاینل ته و وتی

.
د افغانستان د فوټسال ۲۰ کلن ملي ټیم د ۲۰ کلنو ترمنځ د آسیايي سیالیو په دوهم پړاو کي د تایلېنډ څخه ۳  پر ۲  لوبه وګټل او سیمي فاینل ته و وتل او د دوی تر څنګ جاپان، ایران او ایندونزیا ملي لوبډلي هم وتلي دي، چي هلته به افغان فوټسال ټیم را روانه پنجشنبه د اندونزیا سره ولوبیږي او که هغه لوبه وګټي نو فاینل ته به ووزي.
د دې لوبي په ګټلو سره د دوی د روزونکي (رزاق ممرک) څخه زیاتو کسانو مننه کړې او ویلي ئې دي، چي د ده ښه روزني په لومړي ځل افغان فوټسال ټیم و دې سیالیو ته کوالیپای کړ او بیا ئې تر سیمي فاینله ورساوه.
د یادوني وړ ده، چي د ۲۰ کلنو ترمنځ د فوټسال دا اسیايي سیالۍ د ایران په کوربتوب رواني دي، چي د (۱۲) هیوادونو ملي لوبډلو ګډون پکښي کړی وو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...